دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د بي سي سي آی کنټرول ادارې ومنله چې روهیت او ایشانټ به په لومړي او دوهم ټيسټ کې ونه لیدل شي

د هندوستان د کرکټ کنټرول ادارې منلي چې اوپنر روهیت شرما او فاسټ بالر ایشانټ شرما به د استرالیا پروړاندې په لومړي او دوهم ټیسټ کې ونه لیدل شي دې ادارې خبر ورکړی چې روهیت شرما او ایشانټ شرما به په دریم او څلورم ټیسټ کې د لوبیدو چانس ترلاسه کړي.

د کرکټ د نړۍ غوره مبصرین بیا په دې اند دي چې د روهیت شرما ویراټ کوهلي او ایشانټ شرما په نشتون کې به هندوستانۍ لوبډله د پوره کړاوونو سره مخ شي، کوهلي به په لومړي ټیسټ کې ولوبیږي او له هغه راوروسته به بیا د خپل ماشوم د زیږون لپاره د خپلې میرمنې سره یوځای شي. د استرالیا او هندوستان ترمنځ درې شل اوریزې درې پنځوس اوریزې او څلور ټیسټ لوبې ترسره کیږي د دې سيریز د پیل لوبه د روانې میاشتې په ۲۷ نېټه پیلیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې