دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

هندي روزوونکی: ویرات کوهلي یوه ښه پریکړه کړې ده.

د هند ملي لوبډلې روزوونکي راوي شسټري ویلي ویرات کوهلي به ډیر زیات خوشحاله وي چې بیرته واپس لاړ شي ځکه د هغه لومړی ماشوم نړۍ ته راتلوونکی دی دغه روزوونکي ویلي چې نوموړی به یوازې په یوه ټېسټ لوبه کې له موږ سره وي او بیا به بیرته هندوستان ته لاړ شي ترڅو له خپلې میرمنې انوشکا شرما سره یوځای د خپل ماشوم ننداره وکړي.

شسټري ویلي دا منم چې موږ به یو ښه کپټان له لاسه ورکړو خو هغه ته د BCCI لخوا رخصت ورکړل شوی ترڅو دا رخصتي له خپل نوي زیږیدلي ماشوم سره یو ځای تیره کړي نوموړی وایي موږ ډیر ځوان لوبغاړي لرو موږ به ښه ولوبیږو او بریا به خپله کړو.
هندوستان او اسټرالیا درې شل اوریزې، درې یو ورځنۍ او څلور ټېسټ لوبې لري چې د نومبر په ۲۷ مه به پیل شي او لومړۍ ټېست لوبه به یې د ډسمبر په ۱۷ مه پیل شي له همدې لوبې وروسته به ویرات خپله لوبډله پریږدي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې