دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

هندي روزونکی روی شاستري : روهیت او ایشانټ شرما په ښه کیدو دي

د هندوستان د کرکټ د ملي لوبډلې مخکښ روزونکې روی شاستري په خپل وروستي بیان کې د روهیت شرما او د ایشانټ شرما د ښه کیدو خبر ورکړی.

شاستري ويلي، روهیت او ایشانټ په ښه کیدو دي دوی د هندوستان لپاره په ټیسټ لوبو کې خورا مهم لوبغاړي دي که څه هم دا سفر به د هندۍ لوبډلې لپاره څه ناڅه سخت وي خو بیا هم تجربې کولای شي چې هندوستان کرکټ ملي لوبډله د بریا لور ته یوسي، مونږ به هڅه وکړو چې په لومړي اننګز کې په ټيسټ لوبو کې ډېرې منډې ترلاسه کړو، ایشا نټ او روهیت شرما اوس مهال په بنګلور ملي اکاډومۍ کې تمرینات ترسره کوي دوی باید په پنځه یاهم څلورو ورځو کې استرالیا هیواد ته سفر وکړي ځکه هلته د ۱۴ ورځني قرنطین وروسته به خپل تمرینات په سیډني نړیوال لوبغالي کې ترسره کوي،،

روهیت او ایشانټ په لومړي سکواډ کې نه و اخیستل شوي خو د پخوانیو هندي لوبغاړو د بغاوت وروسته دواړه لوبغاړي په سکواډ کې واخیستل شو، هند او استرالیا کرکټ ملي لوبډلې د روانې میاشتې په ۲۷ نېټه خپله لومړنۍ پنځوس اوریزه لوبه ترسره کوي.په دې سفر کې درې شل اوریزې، درې پنځوس اوریزې او څلور ټیسټ لوبې شاملي دي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې