افغانستان کریکټ

راشد خان یوه هندي لوبغاړي ته ورور ویلي دي.

هندي لوبغاړي چې دا مهال له اسټرالیا سره د لوبو لپاره دغه هېواد ته ورغلي دي او هلته د قرنطین پر مهال ژوند کوی راشد یې یوه ته ورور ویلي دي.
یوه هندي لوبغاړي یوزندرا چاهال تیره ورځ پر انسټګرام یو تصویر خپور کړی تصویر کې ښکاري چې چاهال ډیر خفه دی او فکر کوي، راشد د چهال همدې تصویر ته کمینټ کړی او ورته یې لیکلي ” څه فکر کوې وروره” چهال د راشد دې کمینټ ته ډیر ښایسته ځواب ورکړی دی چهال لیکلي چې ” دا قرنطین به کله خلاصیږي” او بیا یې د خندا ډیر اوږده سټرایکرې هم ورته اچولي دي.
هندي لوبډله دا مهال په اسټرالیا کې ده چې د قرنطین وروسته به له دې لوبډلې سره د لوبو لړۍ پیل کړي د شل اوریزه، یو ورځنۍ او ټېسټ لوبې پکې شاملې دي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې