افغانستان کریکټلیګونهنړیوال کریکټ

تاسو کولای شئ په کور دننه هم د سریلانکا ایل پي ایل لیګ د کورني تلویزون څخه ننداره کړئ

په پام کې ده چې د سریلانکاهیواد کورنی تجارتي لیګ د روانې میاشتې په ۲۶ نېټه ترسره شي دا لیګ په اسیایي هیوادونو کې سوني، په اروپایي هیوادونو کې سکای سپورټ، په پاکستان کې پي ټي وي سپورټ او په افغانستان کې بیا افغان مینوال کولای شي دا لیګ د ملي سپورټ تلویزون څخه هم ننداره کړي.

ملي سپورټ تلویزون نن رسماً د دې لیګ د نشرولو حقوق ترلاسه کړل، دې لیګ کې دوه لوبډلې هندي تجارانو، یو انګلستاني تجارانو، بله بیا پاکستانی تجارانو، او پنځمه لوبډله بیا میشته سریلانکایي مالکانو پیرلي، ۷ افغان لوبغاړي پکې ګډون وال دي چې له ډلې کریم خان صادق، رحمن الله ګربز، نوین الحق، قیس احمد، سمیع الله شینوار، حضرت الله ځای او افتاب عالم شامل دي.د دې لوبو لومړۍ سیالۍ به د پنج شنې په ماښام ۶ بجې او ۳۰ دقيقې د کریم صادق او رحمن الله ګربز په لوبه پیل شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې