دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

الیکس کیري له اډلید سټرایکرز سره څلور کلن تړون وکړ.

۲۹ کلن اسټرالیایي لوبغاړي الیکس کیري اډلیډ سټرایکرز لوبډلې سره خپله آینده روښانه کړه نوموړي له دې لوبډلې سره څلور کلن تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې نوموړی د څلورو کالو لپاره دې لوبډلې ته ولوبیږي، الیکس کیري د اسټرالیا لوبډلې په مختلفو کلپونو کې لوبیدلی، الیکس کیري اوسنی کریکټر خو پخوانی استرالیاوی فوټبالر دی د کریکټ برخه کې په ملي ټیم، د اسټرالیا په کورني کریکټ، د جنوبي اسټرالیا په ټیم او په لیګ کې بیا د اډلید سټرایکرز لپاره لوبیدلی دی.

د سټرایکرز لوبډلې مشر روزنکي جیسن ګلیسپي په وینا چې موږ د کیري په شتون کې یوه ښه لوبډله جوړه کړې ده مو به دغه شل اوریزه سیالۍ ښې ولوبو او مخ کې به لاړ شو، کیري ویلي چې زه ډیر خوښ یم چې د راتلوونکو څلورو کلونو لپاره د سټرایکرز لوبډلې برخه یم نوموړی وایي زه یقین لرم چې ځان ښه ثابت کړم.
د سترایکرز لوبډلې لپاره د راشد خان په شمول ډاني بریګز، پیل سالټ هغه بهرني لوبغاړي دي چې دې لوبډله کې لوبیږي

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې