دلوبغاړو په اړه

ویرات کوهلي بایسکیل نه چلوي.

د هندوستان کریکټ ملي لوبډلې کپټان ویرات کوهلي چې دا مهال له خپلې لوبډلې سره په اسټرالیا کې دی، او له څوارلس ورځو قرنطین وروسته به له نوموړې لوبډلې سره د شل اوریزو، یو ورځینو او ټېسټ لوبو لوبلړۍ ولري، اوس مهال دلته په تمریناتو بوخت دی.

په تصویر کې لیدل کیږي چې ویرات بایسکیل چلوي؛ خو داسې نه ده هغه لګیا دی د راتلوونکو لوبو لپاره چمتوالی نیسي ترڅو ځان د لوبو لپاره اماده کړي چې یو ښه لوبډل مشر او لوبغاړی ثابت شي.

د هندوستان او اسټرالیا لوبو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتي چې دواړه لوبډلې د یو بل په خلاف د لوبو ډګر ته ښکته شي، خو ممکن ویرات خپله لوبډله پریږدي او هندوستان ته لاړ شي ځکه د هغه لومړنی ماشوم دنیا ته راتلوونکی دی او غواړي چې له خپلې میرمنې انوشکا سره و اوسي.

د هندوستان لپاره ممکن درنه تمامه شي ځکه تیره ورځ روحیت شرما هم په یوه مرکه کې ویلي و چې ټپونه یې اوس کار غواړي چې دی یې باید تر سره کړي نوموړی وایي ممکن لوبو کولو ته زړه ښه نه کړی.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې