نړیوال کریکټ

هغه هندي لوبغاړي چې د اسټرالیا په خلاف یې په یو ورځنیو لوبو کې زیاتې منډې جوړې کړې دي

د هندوستان او اسټرالیا ترمنځ د لوبو پیلیدو ته ډیر کم وخت پاتې خو کومو لوبغاړو له دې وړاندې د اسټرالیا په خلاف په یو ورځینو لوبو کې زیاتې منډې جوړې کړي دي؟
دلته یې ولولئ.

د هندوستان لپاره د اسټرالیا په خلاف په یو ورځنیو لوبو کې تر ټولو زیاتې پخواني تقاعد شوي لوبغاړي سچن ټنډولکر جوړې کړي چې ۳۰۷۷ منډې دي، بل لوبغاړی روحیت شرما دی چې ۲۲۰۸ منډې یې جوړې کړي او دریم لوبغاړی اوسنی کپتان ویرات کوهلي دی چې تر اوسه یې د اسټرلیا په خلاف ۱۹۱۰ منډې جوړې کړي دي.

که چیرته ویرات کوهلي روانو سیالیو کې د اسټرالیا په خلاف یو ورځنیو لوبو کې ښې لوبې وکړي نو دې سره به دی دریم هندی لوبغاړی شي چې ددې ټیم په خلاف ۲۰۰۰ منډې پوره کړي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې