دلوبغاړو په اړهلیګونه

د لنکا پریمیر لیګ: ګیل ګلیډیټرز شاهد افریدي د کپتان په توګه وټاکه.

لنکا پریمیر لیګ راتلوونکې اونۍ پیلیږي خو تازه د ګیل ګلیډیټرز لوبډلې پخوانی تقاعد شوی الروانډر لوبغاړی شاهد افریدی د کپتان په توګه ټاکلی دی او د سریلانکا د کورني کریکټ بل لوبغاړی بهانکا راجا پکسا یې د هغه د مرستیال په توګه ټاکلی.

لنکا پریمیر لیګ راتلوونکې اونۍ د پنځه لوبډلو په شتون کې پیلیږي چې تازه دې سیالیو یو شمیر لوبغاړي لیست ملینګا، کریس ګیل او نور هم له دې سیالیو بهر شوي دي چې ټولې به په دې لیګ کې ۲۳ لوبې ددې ټیمونو ترمنځ ترسره شي.

شاهد افرید دا مهال ۴۰ کاله او ۸ میاشتې عمر لري نوموړی ښي لاسی توپ وهوونکی او لیګ بریکر ګوګلي سلو توپ اچوونکی دی د پاکستان لپاره په شل اوریزه، یو ورځینو او ټیسټ لوبو کې د خپل وخت یو تر ټولو بهترین لوبغاړی و.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې