دلوبغاړو په اړه

د افغان لوبغاړي سمیع الله شینواري لپاره سختې شپې، مور بي بي یې په حق ورسېده

د افغان لوبغاړی سمیع الله شینواري مور بي بي تیر ماخستن له دې فاني دنیا رخصت واخست او مړه شوه، د راشد خان په شمول زیاتو افغان لوبغاړو د هغه د مور په مړه کیدو خفګان ښودلی او د جنت الفردوس دعا یې ورته کړې.

سمیع الله شینواري پر خپله رسمي فسبوک پاڼه د مور د جنازې خبره هم کړې نوموړي ویلي چې جنازه یې نن یکشنبه یوولس بجې د نازیانو ولسوالۍ په لنډۍ سیمه کې ادا کیږي

هغه پر فسبوک لیکلي.
د جنازې خبرتیا.
د مرحوم الحاج محمد حسن شینواري میرمن او د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړي سمیع الله شینواري، الحاج نعمت الله شینواري، الحاج زبیح الله شینواري، الحاج حضرت الله شینواري، لطیف الله شینواري، الحاج شفیق الله شینواري او الحاج محمد شینواري مور بی بی ، د مرحوم مسافر شینواري، مرحوم رومان شینواري، او مدیر رینداد خیل شینواري خور، د فاروق جان شینواري، لعل ولي شینواري د کاکا ښځه، د سید نقیب الله طاهري، عبدالحمید شینواري، سبحان الله شینواري، او د سید نبی الله نیا بی بی د مړینې له کبله ټولو خپلوانو او دوستانو ته خبر ورکول کیږي، چې د مرحومې د جنازې لمونځ سبا يوولس بجې د نازیانو ولسوالۍ په لنډۍ سیمه کې ادا کیږي.”

سمیع الله شینواری د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې تجربه کار لوبغاړی دی چې د توپ اچونې او توپ وهنې ځانګړی مهارت لري چې د همدې مهارت له مخې تازه په لنکا پریمیر لیګ کې هم اخستل شوی دی.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې