دلوبغاړو په اړه

بابر اعظم: د مکي ارتر ملاتړ زه د ټېسټ فارمیټ غوره بیټسمین کړم

د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې افسانوې کریکټر بابر اعظم ویلي دي چې کریکټران ملاتړ ته اړتیا لري، ځکه چې ملاتړ کولی شي دوی وځلوې او په راتلونکي کې ور څخه یو افسانوې کریکټر لوبغاړی جوړ شي.

دغه ۲۶ کلن ځوان لوبغاړي د ټېست فارمیټ په وغږېد او د خپلو ستونزو په تړاو یې خبرې وکړي، هغه وايي چې په پیل کې له یو لړ ستونزو سره مخامخ وه، خو د پخواني روزونکي مکي ارتر ملاتړ هغه څه وه چې یو کال وروسته یې زه په ټېسټ کریکټ کې پر یو افسانوې لوبغاړي باندې بدل کړم.

هغه ټېنګار وکړ چې د ځوانو لوبغاړو ملاتړ باید په بشپړ ډولوشي. هغه په تېست فارمیټ کې د ښه ځلیدو کریډیټ مکي ارتر ته ورکړ. د یادولو وړ ده چې بابر اعظم په ټېسټ کریکټ کې د توپ وهوونکو په درجه بندۍ کې پنځم نمبر کې قرار لري.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې