دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

پاکستانی سمیع اسلم له خپل هیواد څخه د امریکا خواته حرکت کوي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی سمیع اسلم چې د ډېر وخت وروسته نوموړی په ملي لوبډله کې نه دی لیدل شوی اوس یې تازه د امریکا په کورني شل اوریزه میجر لیګ کې د لوبیدو چانس ترلاسه کړ، نوموړی به ډېر ژر په دې لوبو کې د لوبیدو په موخه امریکا ته سفر وکړي.

سمیع چې په قائداعظم ټرافي کې لوبیدونکی لوبغاړی و نور به پکې ونه لوبیږي هغه تمه درلوده چې پاکستان کرکټ بورډ به یې په ۳۵ کسیزه سکواډ کې د نیوزیلینډ پروړاندې اعلان کړي خو دا هيله یې هم پوره نشوه.

سمیع اسلم د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره په څلورو پنځوس اوریزو او دیارلسو ټیسټ لوبو کې ګډون کړي و، چې سږکال په قائداعظم ټرافۍ کې د بلوچستان لوبډلې د ځان سره يوځای کړ د یاولو ده چې پاکستان کرکټ بورډ دهغه سره کورنی کنټرک هم لغوه اعلان کړ،نو پرهمدې اساس غواړې پاکستان هیواد پريږدي او امریکا متحد ایالت لوبډلې سره يوځای شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې