دلوبغاړو په اړه

مشفیق الرحیم د خپلو مینه والو دعاو ته مهتاج دی.

بنګل دېش کریکټ ملي لوبډلې پخوانی کپټان او اوسنی مخکښ ښي لاسی توپ وهوونکی مشفیق الرحیم له خپلو مینه والو دعا غواړي، نوموړي تازه پر خپله فسبوک پاڼه دا خبره کړې چې مهرباني وکړئ موږ ته دعا وکړئ.

مشفیق الرحیم له کریکټ سره سره په فسبوک پاڼه هم کله ناکله فعالیت کوي، له دې وړاندې یې له ماشومانو سره یو ګډ انځور ویستلی و چې لوبې یې ورسره کولې، خو اوس یې تازه له خپلو مینه والو د دعا غوښتنه کړې هغه لیکلي چې ” سلامونه مهرباني وکړئ ټولو موږ په خپلو دعا ګانو کې یاد وساتئ”


نوموړی داسې مهال له خپلو مینه والو د دعا غوښتنه کوي چې تازه د کرونا پېښې هم یو ځل بیا په زیاتیدو دي او د کریکټ یو شمېر لوبغاړو ته هم خپره شوې ده.

مشفیق د بنګل دیش لپاره د کریکټ په ټولو فارمټونو کې لوبیږي او دغه لوبډله پر ده ډیره تکیه کوي نوموړی د بنګل دیش لپاره په ۷۰ ټېست ۲۱۸ یو ورځینو او ۸۶ شل اوریزه لوبو کې لوبېدلی دی.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې