نړیوال کریکټ

لومړي وزیر عمران خان له افغان لوبډلې څخه غوښتې چې پاکستان ته د سیالیو لپاره لاړ شي

د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي او اوسنې لومړي وزیر عمران خان له افغانستان کریکټ ملي لوبډلې څخه غوښتنه کړې ده، چې په نږدې راتلونکي کې پاکستان هېواد ته د سیالیو لپاره ولاړ شي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان لومړی وزیر دلته افغانستان ته راغلی دی چې د یو شمېر لوړ پوړو چارواکو ترڅنګ یې له افغان لوبډلې سره هم له نږدې وکتل چې افغان کریکټ ملي لوبډلې لوبغاړو ورته په خپل لاس باندې لاسلېک شوی بیټ په ډالۍ کې ورکړ.

لومړي وزیر عمران خان همدغه راز د افغان کریکټ ملي لوبډلې کارګردګۍ وستایلې او د افغان کریکټ ملي لوبډلې ستاینه یې وکړه. هغه زیاته کړه چې دا به زیات خوښ شي چې افغان لوبغاړي په خپله خاوره کې د سیالیو پر مهال ووینې.

عمران خان هیله څرګنده کړه، چې افغانستان کریکټ ټیم به په راتلونکي کې دغه هېواد ته ستر ستر ویاړونه وبښې او افغان کریکټ ملي لوبډله به په راتلونکي کې یو روښانه راتلونکی ولري او افغان لوبډله به یو ستر شهرت ترلاسه کړي چې د نړۍ په سترو لوبډلو به بیا راج کوي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې