دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

لنکا لیګ به د درې مشهورو تلویزونونو څخه ننداره شي

په پام کې ده چې د سریلانکا هیواد تجارتي پریمیرلیګ ايل پي ایل د روانې پنج شنبې په ورځ پیلیږي دا لیګ به د درې بهرنیو تلویزونونو څخه نشر ته وړاندې شي چې پکې به سوني، سکای سپورټ، او پي ټي وي سپورټ شامل وي.

سوني به په سویلي اسیا کې، سکای سپورټ به په انګلستان کې، او پي ټي وي سپورټ به په پاکستان کې د لوبې تر پوښښ لاندې ونیسي. په ایل پي ایل کې پنځه لوبډلې شاملي دي چې د دوه لوبډلو مالکان یې په هندوستان کې د یوې لوبډلې مالکان په پاکستان کې او همداشان د بلي لوبډلې مالکان بیا په انګلستان کې موقیعت لري.

دا سیالۍ ځکه د درې بهرنیوتلویزونو څخه نشریږي چې د هرې لوبډلې مالکان یې د بیلابیلو هیوادونو څخه دي. دیادولو ده چې په دې لیګ کې ۷ افغان لوبغاړي هم اخیستل شوي او لاد نورو لوبغاړو داخیستو چانس هم زیات لیدل کیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې