دلوبغاړو په اړه

روحیت شرما له ټپي کیدو وروسته اوس هم لوبو ته چمتو نه ښکاري

هندوستان به له آسټرالیا سره د نومبر په ۲۷ مه په سیډني کې لومړۍ شل اوریزه لوبه پیل کړي، خو شرما احساس کوي چې هغه لاهم چمتو نه دی چې د کریکټ بار واخلي او لوبه وکړي، هغه دا خبره په یوې تازه مرکه کې کړې.

د هندوستان نوموتی لوبغاړی روحیت شرما چې د ای پي ایل سیالیو په لوبو کې د ممبیي اینډینز لوبډلې کپټان دی څه موده وړاندې ای پي ایل سیالیو کې د ټوپ وهلو پر مهال تپي شوی و، اوس هم نه غواړي چې مسلسل لوبو کې و لوبیږي.

شرما په یوې مرکه کې ویلي چې د ای پي ایل سیالیو په ورستیو لوبو کې چې زه ولوبیدم هغه یو لنډ فارمټ و خو د اوږدو او ټېسټ اوبو لپاره زه باید پر ځان کار وکړم، زه باید په ځان کې هېڅ ډول کمی احساس نکړم ترڅو ښه ولوبیږم.

روحیت ویلي چې زه باید پر ځان ډیر کار وکړم او زه نغواړم چې د اسټرالیا ټېست سیالیو ته ورشم ځکه هلته نورې لوبې هم شتون لري زه باید پر خپلو زخمونو او فیټنس کار وکړم ترڅو جوړ شم روحیت وایي زه باید ۲۵ ورځې پر ځان کار وکړم ترڅو لوبو ته اماده شم.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې