افغانستان کریکټ

راشد ارمان : هيله مند یم چې یو ورځ افغانستان د پاکستان کوربتوب وکړي

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مشهور لوبغاړي راشد خان ارمان هيله مندي څرګنده کړي چې یوه ورځ افغانستان د پاکستان او پاکستان د افغانستان کوربتوب وکړي.

راشد ارمان په خپلې ټوېټر پاڼه لیکلي، ورزش هيلې راغوړوي او د دې ترڅنګ مینه او سوله ویشي،

دا خبرې وروسته له هغه کیږي چې دوه ورځي وړاندې د پاکستان هیواد لومړی وزیر عمران خان کابل ته په یو رسمي سفر راغلی و،عمران خان چې پخوا یې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره لوبه ترسره کړي وه دلته یې د افغانستان له ملي لوبډلې او نورو غړو سره لیدنه وکړه عمران خان هم هیلې ښودلي چې د افغان لوبډلې کوربتوب به په ډېرې لیوالتیا سره وکړي، نوموړي ته د افغانستان د کرکټ بورډ چرمین فرهان یوسفزي یو بیټ هم ډالۍ کړ.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې