دلوبغاړو په اړه

د کریکټ د نړۍ سل کلن لوبغاړی.

د هندوستان د کریکټ ملي لوبډلې تر ټولو پخوانی کریکټر رګونتها چاندورکر ۱۰۰ کلن شو، نوموړی نن شنبه سل کلن شو له ده سره دا دریم کریکټر شو چې په نړۍ کې سل کاله عمر کوي.

چاندوکر له ۱۹۴۳ څخه تر ۱۹۵۰ کال پورې اوه پیرسټ کلاس لوبې ترسره کړي دي چې ټولې یې ۱۵۵ منډې جوړې کړي او دوه ویکټې یې اخستي دي له توپ وهنې او توپ اچونې سره سره نوموړي وخت ناوخت د ویکټ ساتنې دنده هم مخته وړله.

چاندوکر خپله لومړۍ لوبه له مهارشترا سره د د ممبیي په خلاف کړې او ورستۍ لوبه یې له ممبیي سره د مهارشترا په خلاف تر سره کړه، په دې سره د نړۍ دریم لوبغاړی شو چې سل کلن کیږي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې