دلوبغاړو په اړه

د هندي تیز توپ اچوونکي محمد سراج پلار مړ شو.

د هندوستان تیز توپ اچوونکی محمد سراج دا مهال په اسټرالیا کې له خپلې لوبډلې سره یوځای دی چې د اسټرالیا په خلاف په راتلوونکو ټیسټ سیالیو کې ولوبیږي، مګر د هغه پلار محمد غوث د جمعې په ورځ په هندوستان کې مړ شو.

محمد غوث ۵۳ کلن و او د سږو د ناروغۍ له امله یې ساه ورکړې ده، سراج د خپل پلار په مړینه ډیر خفه دی خو دی به په اسټرالیا کې له خپلې لوبډلې سره پاتې شي او د لوبو لپاره به انتظار باسي سراج به له جسپریټ بومرا، محمد شمیي، اومیش یادوف، نویدیپ سیني سره د پنځم تیز بالر په توګه انتخاب شي.

هندۍ لوبډله دا مهال په اسټرالیا کې ده چې هلته په ورتلو سره به د ۱۴ ورځو لپاره قرنطین وي او د قرنطین وروسته به له اسټرالیا لوبډلې سره د ټېسټ، یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو لړۍ به د ویرات کوهلي تر کپټانۍ لاندې پیل کړي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې