دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د جنوبي افریقا دوهم لوبغاړی هم پر کرونا ویروس اخته شوی

د جنوبي افریقا او انګلستان کرکټ ملي لوبډلې د روانې میاشتې په ۲۷ نېټه خپله لومړنۍ لوبه د افریقا په کوربتوب ترسره کوي اوس دا سیریز ځکه د بد برخلیک سره مخ دی چې د جنوبي افریقا دوهم لوبغاړی هم پر کرونا ویروس اخته شوی.

د لوبغاړي نوم ندی روښانه شوی خو افریقا کرکټ بورډ تاید کړي چې دا لوبغاړی د انګلستان پر وړاندې د لنډ فارمټ برخوال و چې اوس د لوبډلې څخه جلا شوی، انګلستان او جنوبي افریقا کرکټ ملي لوبډلې به په دې سیریز کې درې شل ارویزې او درې پنځوس اوریزې لوبې ترسره کړي.

د وروستیو معلوماتو له مخې په اعلان شوې سکواډ کې دوه لوبغاړي پر دې ویروس ککړ دي خو د نوم په اړه یې یاد کرکټ بورډ کوم معلومات ندي خپاره کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې