افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

تقاعد شوی کریم خان صادق به کولبمو کینګز لوبډلې لپاره اوپنينګ ترسره کړي

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې اوپنر توپ وهونکی کریم خان صادق چې سږکال یې د نړیوال کرکټ څخه د مخاښې اعلان هم کړی د سریلانکا په ایل پي ایل لیګ کې د کولمبو کینګز لوبډلې لپاره لوبیږي.

د کولمبو لوبډلې خبر ورکړ چې افغان پخوانی لوبغاړی کریم خان صادق به د دې لوبډلې اوپنر توپ وهونکی وي، دا لیګ شل ورځي دوام کوي چې پکې قیس احمد، رحمن الله ګربز، حضرت الله ځاځی، سمیع الله شینواری، افتاب عالم، کریم خان صادق، او نوین الحق شامل لوبغاړي دي.د دې لیګ د پرانیسته لوبه د دوه افغان توپ وهونکو رحمن الله ګربز او د کریم خان صادق دو په لوبه پیلیږي دواړه لوبغاړي په بیلا بیلو لوبډلو کې اخیستل شوي دي، ایل پي ایل د سریلانکا کورنی تجارتي لیګ دی چې پنځه ورځي وروسته به پیل شي هره یوه لوبه به د افغانستان پروخت شپږ بجې او ۳۰ دقیقې پیلیږي دالوبې د سوني، سکای سپورټ، او پي ټي وي سپورټ تلویزونونو اخیستي دي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې