افغانستان کریکټ

بیګ باش لیګ: د راشد خان دې لوبډلې سره دوه نوو لوبغاړو تړون لاسلېک کړ

په بیګ باش یا اسټرالیا ستر تجارتې کریکټ لیګ کې د راشد خان دې اړوند لوبډلې اډلایډ سټراېکرز د راتلونکي بیګ باش لسم پړاو سیالیو لپاره له دوه نوو او ځوانو لوبغاړو توپ اچوونکي جانسن او لیام سکاټ سره تړون لاسلېک کړ.

په ورته مهال د سټراېکرز لوبډلې سر روزونکي ګلیسپي وویل، چې مونږ دغه دواړو افسانوې لوبغاړو ته ښه راغلاست وایو او مونږ تمه لرو چې د دوی په راتللو سره به لوبډله پیاوړې شي. نوموړي د جانسن په اړه وویل هغه یو ښه او افسانوې کریکټر دی.

په داسې حال کې چې د سکاټ په اړه یې بیا زیاته کړه چې مونږ له هغه څخه متاثره شوې یو او مونږ د هغه بریالۍ لوبه په شیفلیډ شیلډ کې ولیدله چې په ښه ډول یې ترسره کړه او مونږ یې متاثره کړو. د یادونې وړ ده چې بیګ باش لیګ به په را روانه میاشت کې پیل شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې