دلوبغاړو په اړهلیګونه

په لنکا پریمیر لیګ کې یو درجن افغان لوبغاړي اخستل شوي.

د لنکا پریمیر لیګ د سریلانکا هېواد کورنی کریکټ لیګ دی چې د نومبر په ۲۶ مه د پينځو لوبډلو ترمنځ پیلیږي دغه لیګ د سریلانکا لومړی پړاو پریمیر لیګ دی چې زیاتو افغان لوبغاړو په کې نوم لیکنه کړې وه او اوس مهال ډېر شمیر یې اخستل شوي چې دغه هېواد ته ورغلي دي.

په دغه لیګ کې افغان چپ لاسی پیلیز ټوپ وهوونکی حضرت الله ځاځی، تیز توپ اچوونکی نوین الحق، ځوان پیلیز توپ وهوونکی رحمن الله ګربز، افغان سلو توپ اچوونکی قیس احمد، پخوانی تیز توپ وهوونکی کریم خان صادق، د کریم خان ورور افتاب عالم او ډیر تجربه کار لوبغاړی سمیع الله شینواری اخستل شوي دي.

د افغان لوبغاړو په ګډون په دغه لیګ کې د نړۍ یو شمیر نور مهم لوبغاړي هم اخستل شوي چې د پاکستان، ویسټ انډیز او نورو هېوادونو مشهور لوبغاړي په کې شامل دي چې د لوبېدو لپاره به دغه هېواد ځي ، چې ښه مثالونه یې د شاهد افریدي، محمد عامر، سرفراز احمد، وهاب ریاض، عرفان پټان، پخوانی هندوستانی تیز توپ اچوونکی منف پټیل او نورو لوبغاړو دي.

د لنکا پریمیر لیګ د سریلانکا شل اوریز لیګ دی چې د پنځه لوبډلو په ګډون د نومبر په ۲۶ مه پیلیږي او د ډسمبر تر نیمایي به دوام وکړي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې