دلوبغاړو په اړهلیګونه

پاکستانی چټک توپ اچوونکی سهیل تنویر په کرونا اخته شو

د پاکستان لوبډلې چتک توپ اچوونکی سهیل تنویر د لنکا پریمیر لیګ کې له اخستو وروسته په کرونا ویروس اخته شوی دی، نوموړی چې په لنکا پریمیر لیګ کې د کانډي ټاسکرز لوبډلې لخوا اخستل شوی و هلته له رسیدو وروسته یې د کرونا پایله مثبت راوتلې.

دا دوهم لوبغاړی شو چې په دې لیګ کې یې د کرونا پایله مثبته راووځي له دې وړاندې د کاناډا لوبډلې بل لوبغاړی رویندر پال سینک هم پرې اخته شوی دی، نوموړی په دغه لیګ کې د کولمبو کینګز لوبډلې لخوا اخستل شوی و چې یوه ورځ مخکې یې پایله مثبته وه دا دواړه اوس مهال په جلا هوتل کې ساتل شوي او تر درملنې لاندې دي.

د ټاسکرز لوبډلې مشر روونکي حسن ټیلاکراټني ویلي چې موږ هڅه کوو دده پرځای یو بل ښه لوبغاړی لوبډلې ته راولو ترڅو د تنویر ځای ونیسي، له کرس ګیل او ملینګا وروسته دا دوه نور لوبغاړي شول چې ددې لیګ څخه بهر کیږي.

د یادونې ده چې د لنکا پریمیر لیګ په سیالیو کې یو شمیر افغان لوبغاړي هم اخستل شوي چې دا مهال دغه هېواد ته رسیدلي دي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې