لیګونه

لنکا پریمیر لیګ: کولمبو کېنګز لوبډلې هرشیل ګیبز د نوي روزونکي په توګه وټاکلو

د لنکا پریمیر لیګ اړوندې لوبډلې کولمبو کېنګز د لنکا پریمیر لیګ د دې پړاو لپاره هرشیل ګیبز د نوي روزونکي په توګه وټاکلو. هرشیل ګیبز به په دې پړاو کې د کولمبو کېنګز لوبډلې مشر روزونکی وي.

له دې وړاندې د سریلانکا پخوانی روزونکی ډیو واټمور د کولمبو کېنګز لوبډلې مشر روزونکی وه چې اوس نوموړی سږ کال د شخصي ستونزو له کبله د کولمبو کېنګز لوبډلې روزونکي دنده پرمخ نه وړي. خو د نوموړي په نشتون کې کولمبو کېنګز لوبډلې انګلیستانی پخوانی لوبغاړی کبیر علي د خپلې لوبډلې روزونکی وټاکلو چې وروسته بیا د هغه ازموینه مثبته وښودل شوه او پر کرونا ویروس اخته وه.

چې اوس یې پر ځای باندې لوبډله کې هرشیل ګیبز د نوي مشر روزونکي په توګه وټاکه. نوموړی د پنجشنبې په ورځ (۱۹ نومبر نېټه) د یادې لوبډلې سره تړون لاسلېک کړ.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې