افغانستان کریکټ

راشد خان تجارتي اعلاناتو ته مخه وکړه.

افغان مشهور سلو توپ اچوونکي راشد خان تجارتي اعلاناتو ته مخه کړه، راشد خان چې دا مهال زیات وخت په بهرنیو لیګونو کې مصروف وي او د کریکټ د نړۍ یو زیات مصروف کریکټر بلل کیږي، کله نا کله تجارتي اعلانات هم کوی.

هغه تازه پر خپل ټویټر یوه شپږ ثانې ویډیو خپره کړې، په ویډیو کې ښکاري چې نوموړی د یوې انرژي تجارتي اعلان کوي، راشد له ویډیو سره لنډه لیکنه هم کړې او ورسره یې لیکلي چې مینه خپره کړئ او انرژې وڅکئ.

راشد خان د نړۍ یو مشهور لیګ سپینر سلو توپ اچوونکی دی چې د نړۍ زیات کریکټران او عام خلک ترې متاثره دي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې