دلوبغاړو په اړه

مشفیق الرحیم اوس له ماشومانو سره لوبې کوي.

د بنګل دیش کریکټ ملي لوبډلې پخوانی کپټان او اوسنی مخکښ ښي لاسی توپ وهوونکی مشفیق الرحیم له ماشومانو سره لوبې کوي، هغه په خپله رسمي فسبوک پاڼه له ماشومانو سره ګډ یو انځور خپور کړی له هغه سره په تصویر کې ماشومان ښکاري چې دده پرخوا رامنډې وهي.

مشفیق الرحیم ددې تصویر په خپرولو سره د هغه مینه والو ډېر ستایلی دی او د مینې اظهار یې ورته کړی، مشفیق له ماشومانو سره وخت ناوخت دا ډول تصویران اخلي او پر ټولنیزه میډیا یې خپروي له دې مخکې یې خپل د میرمنې او ماشومانو تصویران هم پورته کړي و.

مشفیق د بنګل دیش لپاره د کریکټ په ټولو فارمټونو کې لوبیږي او دغه لوبډله پر ده ډیره تکیه کوي نوموړی د بنګل دیش لپاره په ۷۰ ټېست ۲۱۸ یو ورځینو او ۸۶ شل اوریزه لوبو کې لوبېدلی دی.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې