افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړهلیګونه

رییس احمدزی : کوم لوبغاړي چې په لوبډله کې واخیستل شو مجبور دي چې لیګونه پریږدي

 د افغانستان د کرکټ بورډ ډارېکټر رییس احمدزي په خپلو وروستیو خبرو کې ویلي، لوبغاړو ته اجازه ده چې په بهرنیو لیګونو کې ولوبیږي خو که چيرته په لوبډله کې واخیستل شو نو مجبوره دي چې بهرنی لیګ پریږي او د خپلو لوبو لپاره راستانه شي،

د افغانستان څخه محمد نبي عیسی خېل، مجیب الرحمن، راشد خان ارمان، نور احمد لکڼوال، او ظاهر خان په بیګ باش لیګ کې، کریم خان صادق، افتاب عالم، نوین الحق، قیس احمد، رحمن الله ګربز، حضرت الله ځاځی، او سمیع الله شینواری بیا په سریلانکا لنکا پريمیر لیګ کې اخیستل شوي.

بیګ باش لیګ د ډیسمبر په لسمه، او د سریلانکا لیګ بیا د روانې میاشتې په ۲۶ نېټه پیلیږي.بل پلو افغان کرکټ ملي لوبډله بیا د ایرلینډ سره درې یو ورځنۍ لوبې په خپل کوربتوب په متحد عربي اماراتو کې ترسره کوي دا لوبې په ۲۰۲۱ م کال کې ترسره کیږي.د دواړو سیالو لوبډلو ترمنځ به لومړی پنځوس اوریزه لوبه د جنورۍ په ۱۸ دوهمه په ۲۱ او دریمه پنځوس اوریزه لوبه به د همدې میاشتې په ۲۳ نېټه ترسره کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې