دلوبغاړو په اړه

د افغان لوبغاړي حشمت الله شاهدي لپاره نن د خوشحالۍ ورځ.

افغان چپ لاس توپ وهوونکی حشمت الله شاهدي نن خوشحاله دی، نوموړي د خپلې خوشحالۍ راز پر خپله فسبوک پاڼه څرګند کړی دی، شاهدي پر خپله فسبوک پاڼه خپل او د خپلې نوې پیدا شوې لور ګډ تصویر پورته کړی دی او ورسره یې لیکلي دي چې.
الحمد الله


“دلوى رب له در بار څخه ډير شکر ګذار يم چه د يو ښکلي کوچني (لور) په نعمت يي و نازولم، د لوی رب له دربار څخه د افغانستان ټولو کوچنيانوته د روښانه راتلونکي غوښتونکي يم.
از دربار ایزد متعال هزار بار شکر که بنده را لایق فرزند دختر دانست .”
ویل کیږي چې حشمت شاهدي واده مخکې کړی چې له دې وړاندې یې دوه زامن و خو دا یې لومړنۍ لور ده، حشمت شاهدي هم خوښ دی چې له دې نعمت څخه برخمن شو.


حشمت د افغانستان لپاره یو غوره چپ لاسی توپ وهوونکی دی چې په ویکټ ساتلو کې ځانګړی مهارت لري او تر دا مهال د افغانستان لپاره په ټېسټ، یو ورځنیو او شل اوریزه لوبو کې لوبېدلی دی.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې