لیګونه

کراچۍ کینګز لوبډلې لومړي ځل لپاره پاکستان لیګ اتلولي ترلاسه کړه

د پاکستان پنځم پړاو سوپر لیګ سیالیو په پای لوبه کې کراچۍ کینګز لوبډلې لاهور قلندرز لوبډلې ته ماته ورکړه

د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ چې د ۲۰۲۰م کال په فبرورۍ میاشت کې پیل شوې وې پلی اف پړاو ته د رسېدو سره سم د کرونا ویروس له کبله له ځنډ سره مخ شوي چې څو میاشتې وروسته بیرته پیل شوې.
د پاکستان پنځم پړاو سوپر لیګ سیالیو په پای لوبه کې تېره شپه پچه لاهور قلندرز لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې ته مخه کړه.

لاهور قلندرز لوبډلې په ټاکل شویو شلو اورونو کې د 7 لوبغاړو په سوځېدو سره کراچۍ کینګز لوبډلې ته د 138 منډو هدف ورکړو
د لاهور قلندرز لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې، فخز زمان 27 او تمیم 35 سهیل 14 منډې وکړي

کراچۍ کینګز لوبډلې یادی منډې په نولسم اور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره پورت کړو او اتلولي یې ترلاسه کړه.
د کراچۍ کینګز لخوا بابر اعظم نیمه سلیزه ووهله بابر۶۳ منډې وکړې او کراچۍ لوبډلې یې اتلولي ته ورسوله
د لاهور قلندرز لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې هارث رووف او دلبر حسین دوه – دوه لوبغاړي وسوځول.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې