دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

۱۶ کاله وروسته انګلستان کرکټ ملي لوبډله یو ځل بیا پاکستان هیواد ته سفر کوي

په پام کې وه چې انګلستان کرکټ ملي لوبډله د راتلونکې کال په جنورۍ میاشت کې پاکستان هیواد ته سفر راوکړي خو درې ورځي مخکې د انګلستان کرکټ بورډ دا خبره تاید کړي وه چې دوی خپله لوبډله پاکستان ته د سیالیو لپاره نه لیږي.

اوس په یو تازه راپور کې ویل شوی پاکستان او انګلستان کرکټ بورډونو سره موافقه کړي چې د راتلونکې ۲۰۲۱ م کال په دوهمه میاشت اکټوبر کې به دوه شل اوریزې لوبې د پاکستان په کراچۍ لوبغالي کې ترسره کړي.

انګلستان کرکټ ملي لوبډله په ۲۰۰۵ م کال کې پاکستان ته د سیالیو لپاره راغلی وه چې اوس ۲۰۲۰ م کال په ختمیدو دی، دواړه لوبډلې به دوه شل اوریزه لوبې د اکټوبر میاشتې په ۱۴ او پنځلسمه نېټه ترسره کړي،

په پاکستان کې هغه وخت نړیوالې سیالۍ ودرول شوي کله چې د سریلانکا په لوبډله تروریستي برید وشو.اوس پاکستان کرکټ بورډ هڅه کوي چې د بهرنیو لوبډلو باورنه زیات کړي ترڅو په ارم ذهن پاکستان هیواد ته د سیالیو لپاره سفر راوکړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې