افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

غلو د ضیاء الرحمن اکبر له کوره دوه موټره غلا کړي.

د افغان کرکټ لوبغاړي ضیاء الرحمن اکبر په خپله رسمي فسبوک پاڼه لیکلي چې غلو ددوی له کوره دوه موټره غلا کړي دي.
نوموړي په دې کار غله ستایلي اکبر پر فسبوک لیکلي چې “افغانستانه خدای دی مل شه
غلو دوه موټره زمونږ له کوره وړي دي
زړور غله”

نوموړی زیاتوي چې د پېښې پرمهال غلو د پولیسو سره لنډه نښته هم کړې،خو د خپل ځان او د کورنۍ د خوندیتوب ډاډ ورکړی او له ټولو ملګرو يې مننه کوي چې د پېښې په اړه يې د د نوموړي د صحت پوښتنه کړې.

په ورته وخت کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې سلو توپ اچونکي شرف الدین اشرف هم د حکومت څخه غوښتي، چې د لوبغاړو د امنیت د خوندیتوب لپاره دې کوټلي ګامونه واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د افغان کرکټ ملي لوبډلې بل لوبغاړی میرویس اشرف هم غلو لوټ کړی وو.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې