دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

د پاکستان کرکټ بورډ فشار او د محمد حفیظ په ایل پي ایل کې د نه لوبیدو پريکون

د پاکستان کرکټ بورډ محمد حفیظ ته خبر داری ورکړی چې یا دې پاکستان کرکټ ملي لوبډلې سره پاتې شي او یا دې د سریلانکا لنکا په پریمیرلیګ کې ګډون وکړي.

محمد حفیظ له کرکټ بورډ څخه غوښتنه کړي وه چې د څو سیالیو لپاره دې اجازه ورکول شي ترڅو د لنکا پریمیر لیګ کې ګډون وکړي خو پاکستان کرکټ بورډ نوموړي ته ویلي چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې سره دي پاتې شي، ځکه پاکستان کرکټ ملي لوبډله په نیږدي وختونو کې د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې سره سیریز ترسره کوي.

حفیظ د لومړي ځل لپاره کولمبو کینګز لوبډلې په

Rs 2,02,950.

سریلانکایي پیسو واخیست، دا لیګ د روانې نومبر میاشتې په ۲۶ نېټه ترسره کیږي چې ۷ افغان لوبغاړي به پکې هم ګډون وکړي، چې له ډ‌لې به یې سمیع الله شینواری، کریم خان صادق، افتاب عالم، رحمن الله ګربز، حضرت الله ځاځی، نوین الحق، او قیس احمد شامل وي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې