افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

د ملي لوبډلې یو پخوانی لوبغاړي : شهزاد محمدي په اصل کې پنجابی دی نو په ملي لوبډله کې یې لوبول د نورو افغان لوبغاړو سره غټ خیانت دی

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې اوپنر توپ وهونکی شهزاد محمدي چې له کلونو راهیسي افغان کرکټ ملي لوبډلې لپاره لوبه کوي او لاهم د افغانستان په نمایندګۍ په ټوله نړۍ کې لوبیږي پر نوموړي يو پخواني لوبغاړي دا تور ولګاو چې هغه پنجابی دی، دې لوبغاړي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، شهزاد په اصل کې پنجابی دی اوس وخت کې ورته په لوبډله کې چانس ورکول سمه خبره نده، مونږ په لومړنیو وختونو کې یو پیاوړي لوبغاړي ته ضرورت لرودو ترڅو لوبډله په نړیوالو وپيژنو، اوس چې افغانستان کرکټ ملي لوبډله ټوله نړۍ پیژني او ښه ښه لوبغاړي له ځانه سره لري نو شهزاد ته چانس ورکول به د اوسنیو لوبغاړو سره ستر خیانت وي،

د وروستیو معلومات پر اساس شهزاد محمدي پرپاکستان کې استوګن دی او د کرکټ بورډ د ډېر فشار سره سره بیاهم نوموړي خپله کډه د پاکستان څخه افغانستان ته رانه وړه، شهزاد محمدي یوازینی لوبغاړی نه دی چې پر پاکستان کې استوګن دی بلکی یو شمیر نور افغان لوبغاړي هم شته چې په افغانستان کې هیڅ استوګنه نلري.

د یادلو ده چې د شهزاد محمدي سره وخت ناوخت د کرکټ په ډګر کې سخت ظلمونه هم شوې خو لاتراوسه یې د افغانستان کرکټ بورډ خلاف کوم غږ نه دی پورته کړی.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې