دلوبغاړو په اړهلیګونه

درې نور افغان لوبغاړي لنکا غوره لیګ ته واخیستل شول

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې درې نور  لوبغاړي آفتاب عالم، سمیع الله شینواری او کریم خان صادق هم د سریلانکا په لنکا  لیګ سیالیو کې واخیستل شول.
د کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی افتاب عالم او منځنی توپ وهوونکی سمیع الله شینواری د ډمبولا ویکینګ لوبډلی له لوري اخیستل شوه

همدارنګه کریم خان صادق بیا د کولمبو کینګز لوبډلې له لوري اخیستل شوه چې نن دغه هیواد ته روان شو. د سریلنکا په لومړي پړاو غوره لیګ سیالیو کې تر دا مهاله د افغان لوبغاړو له ډلې حضرت الله ځاځی، نوین الحق، قیس احمد ، کریم صادق، افتاب عالم او سمیع الله شینواری اخیستل شوي

د افغان کرکټ ملي لوبغاړو له ډلې نوین الحق، قیس احمد، کریم صادق او رحمان الله ګربز سریلانکا هیواد ته تللي دي چې پاتې نور افغان لوبغاړي به هم په راتلونکو دوو ورځو کې دغه هیواد ته روان شي.
د لنکا غوره لیګ سیالیو به نومبر پر ۲۶مه نېټه به په سریلانکا هیواد کې پیل شي د کرونا ویروس له کبله د دې لیګ د پیلیدو نېټې د درییم ځل لپاره له ځنډ سره مخ شوې ده

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې