دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

فاف ډوپلیسیس : بابر له ویراټ سره ډېر ورته والی لري

د جنوبي افریقا کرکټ ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړي فاف ډوپلیسیس د هندي ویراټ کوهلي او پاکستاني اوپنر بابر اغظم پرتله کړي.

ډوپلیسیس ویلي، د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د درې واړو فارمټونو لوبډلمشر بابر اغظم په اوسني وخت کې ډېر خلک حیران کړي، زه د نوموړي پرتله او ورته والی د هندي لوبډلمشر ویراټ کوهلي سره کوم، بابر په لنډ فارمټ کې حیرانونکې اننګزونه کوي ځکه یې زه اینده ډېره روښانه وینم، بل طرف ته بیا ویراټ کوهلي د یوي لسیزې را په دې خوا د نړۍ د غوره لوبغاړي نوم ګټلی زه باورمنده یم چې دوی دواړه به تر ډېره بریده په توپ وهنه کې سره ورته والی ولري،،

د یادولو ده چې بابر اغظم بیا د ویراټ کوهلي سره ځان نه پرتله کوي خو ډېر کرکټ مبصرین او لوبغاړي بیا ډېر کله په دوی بحث کوي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې