لیګونهنړیوال کریکټ

د کرکټ په نړۍ کې د استرالیا په کورني لیګ بیګ باش کې داسي تغیرات چې ان تاسو یې فکر هم نشئ کولای

استرالیا کرکټ بورډ خبر ورکړ چې دا ځل به د دوی د لسم پړاو بیګ باش لیګ د ډېرو تغیراتو سره پيل شي یاد لیګ کې لومړۍ ستر بدلون دا دی چې د شپږ اورونو پرځای به سرکل یا دایره ۴ اوره وي، مهمه خبره پکې داده چې د ۱۱ اورونو وروسته توپ وهونکې کولای شي ځان لپاره دوه پاتې نور اورونو پاورپلی واخلې.

دویم لوړ تغیر دادې چې په بیګ باش لیګ کې به لوبډلې د ۲ نمرو پرځای ۴ نمرې اخلې چې  درې نمرې به د لوبې ګټونکې لوبډلې ته ورکول کیږي او یوه نمره به هغې لوبډلې ته ورکول کیږي چې پيلني لس اورنو کې ډېرې منډې جوړه وي که هغه ګټونکې وي او که بایلونکې خو فقط چې د پیل لس اورنو کې ډېرې منډې ترلاسه کړي.

دریم اساسي بدلون بیا دادې چې یو لوبډله د لوبې په جریان کې کولای شي د یو لوبغاړي پرځای بل لوبغاړی ولوبوي، خو دا په هغې صورت کې کیږي چې د پيل لس اورونه ترسره شوې وي او د یولسم اور په سرکې لوبغاړی هغه مهال راتلی شي چې تر دې ځایه یې توپ وهنه نه وي ترسره کړي او یایې د یو اور څخه ډېر اورونه نه وي کړي دا به دولسم یا دیارلسم لوبغاړي وي.

بل توپير یې دا و چې مخکې به په بیګ باش لیګ دوه بهرني لوبغاړي لوبیدل اوس هره لوبډله کولای شي ۹ کورني او درې بهرني لوبغاړي له ځانه سره په لوبډله کې ولوبوي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې