دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

۷۸ کلن نابینا ۴۰ کاله کیږي چې ټیسټ کرکټ له نیږدي څارې

د کلونو په اوږدو کې ، موږ شاید په کرکټ کې د ډیرو مینوالوپه اړه کیسې اوریدلې وي.خو نن په نړۍ کې داسي یو نا اشنا مینوال چې تصور کې مو هم نه راځي در پيژنو.هغه نیوزیلینډي کرکټ مینوال چې سترګې لري خو لیدل پري نشي کولای،خو د ۴۰ کلونو راهیسي ټیسټ لوبې له نیږدې څارې هغه د کرکټ په نړۍ کې د ټيسټ لوبې سره ځانګړې مينه لري او ان خپل ژوند ورته وایي.دغه ۷۸ کلن میت الین جونز، نومیږي او د نیوزیلینډ هیواد اوسیدونکی دی،تاسو سره به دا پوښتنه وي چې میت ، نا بینا، هم دی نو څنګه ټیسټ کرکټ خوښوې او خوند ترې اخلې،را ځۍ چې پوه شود کرکټ دغه مینوال ۴۰ کاله ټیسټ کرکټ له نیږدې څارې او ټولې ټیسټ لوبې ګورې، هغه چې پیداشوی و نو خپلې سترګې یې له لاسه ورکړې وي.میت الین جونز:

ټیسټ کرکټ یې خوښيږي لیدلی یې نشي خو احساس یې کولای شي چې په لوبه کې څه روان دي هغه زیاتوې د هر څه نه ډېر ورته د ټیسټ لوبې هغه شاټ خوند ورکوي کله چې بیټ په منځنۍ برخه کې د بال سره په تماس کې شي دا غږ ورته ډېره خوښوې ورکوي پوهیږي چې دغه بال ختمن شپږیزه یا څلوریزه کیږي.جالب خو دا ده چې پنځه ورځنې ټیسټ کې یوه ورځ هم نه قضا کوي او ټولو ورځو ته ناست وي او د خوشالۍ احساس کوي.وخت ناوخت په رسنیو کې د کرکټ په لوبو ښه بحث هم کوي.د کرکټ په دونیا کې یې د خوښې لوبغاړی،جیمې نیشام، دی

میت، د ټیسټ لوبې د شروع څخه لوبې ته راځي او د ټاکلي اورونو څخه وروسته بیرته له میدان څخه وځي. دا په نړۍ کې لومړي نابینا مینوال دی چې د بیټ پر غږ ماین دی.میت الین جونز، د اروا پوهنې په برخه کې لیسانس لري او د نابینا ځوانانو د رواني روغتیا لپاره په دغه هیواد کې کار کوي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې