لیګونهنړیوال کریکټ

پيشاور زلمي لوبډلې د مخکې تګ چانس د لاسه ورکړ

د پاکستان په سوپر لیګ پي ایس ایل کې پرون دوه لوبې ترسره شوې لومړی لوبه د کراچۍ کینګز او ملتان سلطان لوبډلو ترمنځ او دوهمه لوبه بیا د پیشاور زلمي او لاهور قلندرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، کراچۍ لوبډلې وشو کولای چې په سوپر اور کې ملتان سلطان لوبډله له ګټې بې برخې کړي او لاهور قلندرز لوبډلې د محمد حفیظ د ښکلي توپ وهنې پرمټ وشو کولای چې پیشاور زلمي لوبډلې ته سخته ماته ورکړي.

دا لیګ د کرونا ویروس له امله تر دې وخته پورې ځنډول شوې و چې پرون د پلی اف لوبو په ترسره کولو سره پيل شو، پیشاور زلمي لوبډلې د لوبې د بایللو وروسته د مخکې کیدو چانس د لاسه ورکړ، په دې لیګ کې به نن ماښام لاهور قلندرز لوبډله د ملتان سلطان لوبډلې پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي، که ملتان او قلندرز کې هر لوبډله بریا ترلاسه کوي نو هغه به د روانې میاشتې په ۱۷ نېټه د کراچۍ لوبډلې سره فاینل لوبه ترسره کوي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې