افغانستان کریکټ

سیډني سیکسرز یوځل بیا له کارلوس براتویټ سره تړون وکړ.

کارلوس براتویټ له میچل ستارک یوه اوني وروسته له سیډني سیکسرز لوبډلې سره تړون لاسلیک کړ، او د اسټرالیا په مشهور لیګ کې به له دې لوبډلې سره ولوبیږي.

سیډني لوبډلې نن یکشنبه د ویسټ انډیزي الروانډر کارلوس سره د دوهم ځل لپاره تړون لاسلیک کړ چې په بیګ باش کې له دې لوبډلې سره ولوبیږي دغې لوبډلې ویلي چې نوموړی به د لوبو د پیل څو ورځې مخکې استرالیا ته راورسیږي او له خپلې لوبډلې سره به یوځای شي.

کارلوس ویلي ” زه د سیډني د ښار څخه ښایسته خاطرې هم لرم، هلته ما ډیر ښایسته وختونه تیر کړي د سیډني په سټډیوم کې مې زیاتې لوبې کړي، زه خوښ یم چې یوځل بیا دغې لوبډلې سره لوبیږم”

د سکسرز لوبډلې مشر روزونکي ګریګ شیپرډ ویلي چې موږ کارلوس ته سترګې په لار یو هیله ده چې دی راشي او دده له لوبو څخه خوند واخلو.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې