افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

دوه افغان لوبغاړي رحمن الله ګربز او نوین الحق سریلانکا هیواد ته رسیدلي

سریلانکا کرکټ بورډ خپل کورنی سوداګریز لیګ د روانې میاشتې په ۲۱ نېټه پیلوي دې لیګ کې کم شمير بهرني لوبغاړي د ۴ افغان لوبغاړو په شتون اخیستل شوې.

رحمن الله ګربز، قیس احمد، حضرت الله ځاځی، او نوین الحق، هغه افغان لوبغاړي دې چې په دې لیګ کې پیرل شوې دي، ډيویډ ميلر، انډری رسل، فاف ډوپلیسیس او ډیویډ ملن هغه بهرني لوبغاړي دي چې په دې لیګ کې یې د نه لوبیدو پریکون لا دمخه اعلان کړی و.

څلور واړه افغان لوبغاړي په ۲۰ زره امریکایي ډالر اخیستل شوې و چې رحمن الله او نوین سریلانکا ته رسیدلي دي قیس احمد او حضرت الله ځاځي په اړه لاتر اوسه دقیق معلومات نشته.د یادلو ده چې د لنکا پريميرلیګ اته کاله وروسته د بیا ځل لپاره په سریلانکا هیواد کې ترسره کیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې