افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

افغان کرکټ بورډ : د کلتور او مذهب له پلوه د ښځينه لوبډلې جوړول وخت ته اړتیا لري

د وروستیو معلوماتو پر اساس د کریک انفو سره په مرکه کې د افغانستان د کرکټ بورډ ځنيو غړو ویلي، په افغانستان کې ښځېنه لوبډله جوړول اوږد صبر ته اړتیا لري، لومړی دلته د امنیت نشتون هغه ستونزه ده چې د ښځېنه لوبډلې د جوړیدو مخه یې ډپ کړي ده، مونږ باید کلتورې او مذهبي دودیز اصول ترپښو لاندې نکړو ځکه دا هیڅ افغان ته د منلو وړ نده چې زمونږ کلتور او مذهب ته دې پکې صدمه ورسیږي، مونږ باید په دې برخه کې پوهاوی ترلاسه کړو چې په نورو اسلامي هیوادونو کې ښځېنه لوبډله په کومو اصولو نړیواله کیدلی شي، دا او دې ته ورته نور خنډونه دي چې د ښځېنه ملي لوبډلې په جوړیدو کې به څه ناڅه ګواښونکې وي،،

افغانستان کرکټ بورډ څو ورځي مخکې اعلان وکړ چې د ۲۵ ښځينه لوبغاړو سره به قرارداد وکړي او له هغې وروسته به یې یو بل اسلامي هیواد ته د دې په اساس ولیږي ترڅو مسلکي روزنه ترلاسه کړي.

د یادولو ده چې د افغانستان په کرکټ بورډ کې دي غړي له کریک انفو سره په مرکه کې خپل نوم نه دی روښانه کړی او نه یې کریک انفو په اړه معلومات خپاره کړي دي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې