لیګونهنړیوال کریکټ

کراچۍ کینګز لوبډلې په سوپر اور کې ملتان سلطان لوبډله له ګټې بې برخې کړه

د پاکستان په سوپر لیګ کې نن لومړی کوالیفاېر راونډ ترسره شو په لومړي راونډ کې کراچۍ کینګز لوبډلې د ملتان سلطان پروړاندې خپل بخت وازمایلو، ملتان سلطان لوبډلې لومړۍ توپ وهنه وکړه او په ټاکلي شل اورونو کې ۱۴۱ منډې جوړي کړي دا هدف کراچۍ لوبډلې پوره کړ او لوبه مساوي شوه.

دا چې په شل اوریزو لوبو کې سوپر اورونه ډېر لیدل کیږي نو د کراچۍ او ملتان لوبډلو ترمنځ هم سوپر اور ترسره شو کراچۍ لوبډلې په سوپر اور کې ۱۳ منډې جوړي کړي او د ۱۴ منډو هدف یې ملتان لوبډلې ته کېښود ملتان لوبډلې ته ریلي روسو او روي بوپرا ونشو کولای چې دا هدف پوره کړي سیالي یې په سوپر اورو کې وبایلله، له ځنډ وروسته د دې لیګ په جریان کې لاهور قلندرز لوبډله د پیشاور زلمي لوبډلې پروړاندې لومړی ایلیمینټر لوبه ترسره کوي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې