لیګونهنړیوال کریکټ

نن د پاکستان سوپر لیګ پلی اف لوبې پیليږي

د پاکستان هیواد تجارتي لوبې چې د کرونا ویروس له امله ځنډول شوې وي نن یې د پلی اف لوبې پیلیږي لومړی کوالیفایر راونډ د ملتان سلطان او کراچۍ کینګز لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي، او همداشان بیا به په لومړي ايلیمنیټر میچ کې ماښام مهال پیشاور زلمي لوبډله د لاهور قلندرز لوبډلې پروړاندې د سیالۍ ډګرته ښکته شي.

پاکستان کرکټ بورډ تاید کړي چې دا لوبې به د پاکستان هیواد په داخل کې د کراچۍ په نړیوال لوبغالې ترسره کیږي.

د یادولو ده چې دوهم ايلیمینټر لوبه به د روانې میاشتې په ۱۵ نېټه ترسره شي او د پي ایس لیګ فاینل لوبه به د همدې میاشتې په ۱۷ نېټه د ګټونکې لوبډلې په بریا پای ته رسیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې