دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

قرنطین په اسټرالیا کې: هندي لوبغاړي لومړۍ ورځ په دې حال شول.

هندي لوبډله تیره پنج شنبه د اسټرالیا سره د لوبو لپاره دغه هېواد ته لاړه د لوبو پر ځای له قرنطین سره مخ شوه، او ټول لوبغاړي اوس مهال په یوه هوټل کې قرنطین شوي دي، دوی ټولو ته د هوټل لخوا ټول صحیح مراسم نیول شوي دي ترڅو دوه اونۍ دلته له قرنطین تیرولو ورسته د لوبو لپاره میدان ته ښکته شي.

هندي لوبغاړي په هوټل کې ښه ساعت تیري کوي څوک له خپلو میرمنو سره په لوبو بوخت دي، څوک په هوټل کې یوځای ټوکې ټکالې کوي او څوک بیا د ستړیا له امله کرار د خوب په بستر پراته دي او خوبونه کوي، ترڅو په قرنطین کې زړه تنګي نه شي او وخت یې تیر شي.

شیریس ايئر چې تازه یې په ای پي ایل سیالیو کې د ښو لولو کولو له امله د ځان لپاره په ټیم کې ځای پیدا کړی له دې لوبډلې سره په ۳۲ کسیزه نوملړ کې شامل دی، هغه له خپلو ملګرو سره په ټویټر یو تصویر خپور کړی او د قرنطین پر مهال یې خپل او د ملګرو حالات مشاهده کړی دی.

هندي لوبډله د ویرات کوهلي په مشرۍ له اسټرالیا سره د روانې نومبر میاشتې په ۲۷ مه له درې شل اوریزه، درې یو ورځینۍ او څلور ټېسټ لوبې ترسره کوي، دغه لوبډله له وړاندې اسټرالیا ته رسیدلې او د قرنطین پر مهال د لوبو لپاره چمتو والی هم نیسي

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې