دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

راهول ډرایویډ : په آی پي ایل کې د بلي لوبډلې جوړل غوره نظر دی

د هندوستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي راهول ډرایویډ خوښې ښودلي چې په هندي آی پي ایل لیګ کې بله لوبډله هم ورزیاتیږي.

د هندوستان هیواد کورنی تجارتي لیګ څو ورځي وړاندې د ممبي انډینز لوبډلې په ګټه پای ته ورسید، اوس تازه په یو راپور کې ویل شوې چې هندي کرکټ بورډ او د بي سي سي آی کنټرول اداره غواړې ځوانو لوبغاړو ته لا نور چانس هم ورکړي او د دې یوازینۍ لار همدا کیدایشي چې یوه یا دوه نورې لوبډلې هم په دې لیګ کې زیاتې شي ترڅو ټولو هندي لوبغاړو ته پکې د لوبیدو چانس پیدا شي.

پخواني لوبغاړي راهول هم د دې نظر هرکلی کړی او ویلي دي چې ممبي ځکه پنځه ځله اتلولي ترلاسه کړي چې دوی د ځان سره ځوان او پیاوړي لوبغاړي لري.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې