نړیوال کریکټ

د بي سي سي آی کنټرول ادارې منلي چې سږکال نړیوال شل اوریزه جام به په خپل وخت ترسره کيږي

سږکال شل اوریزه نړیوال جام د هندوستان په کوربتوب ترسره کیږي لاهم د دې جام لپاره نهایي نېټه نده ټاکل شوې خو بیا هم د هند کرکټ بورډ کنټرول ادارې بي سي سي آی خبر ورکړی چې د هند په کوربتوب به شل اوریزه جام پرته له خنډه ترسره شي.

د بي سي سي آی کنټرول ادارې مشر سارو ګنګولي خوښې ښودلی چې د پنځه کلن انتظار وروسته به په ډېرې لیوالتیا سره د پوره چمتوالې ترڅنګ راتلونکی نړیوال شل اوریزه جام ترسره کړي.

ګنګولي ویلي، مونږ د

ICC

اجراییه رییس منو سواهني سره خبرې کړي ترڅو په روان کرونایي ماحول کې د ۲۰۲۱ م کال نړیوال شل اوریزه جام کوربتوب وکړو، مونږ پوره چمتو یو، مونږ به له هرې ننګونې سره مبارزه وکړو زه ټولو د کرکټ مینوالو ته ډاډ ورکوم چې داځل به شل اوریزه نړیوال جام په اکټوبر یاهم نومبر کې ترسره کیږ او ګڼ شمیر لیدونکې به لوبه له نیږدي ننداره کړي،،

د یادولو وړده چې د استرالیا په کوربتوب د ۲۰۲۰ م کال نړیوال شل اوریزه جام ۲۰۲۲ م کال ته په دې اساس وځنډول شو چې یو د کرونا ویروس ویره ډېره لیدل کيدله او له بله طرفه یې هندي لیګ ډېره مخه ډپ کړه د ۲۰۲۱ م کال نړیوال شل اوریزه جام د هندوستان په کوربتوب ترسره کیږي او ډېر امکان یې هم داسي لیدل کیږي چې په ټاکلي مهالویش به ترسره شي ځکه د بي سي سي آی کنټرول اداره د آی سي سي په صلاحیتونه کې پوره واک او اختیار لري.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې