نړیوال کریکټ

د انګلستان سفر جنوبي افریقا ته ځنې انديښنې راولاړې کړي

په پام کې ده چې انګلستان کرکټ ملي لوبډله جنوبي افریقا هیواد ته د روانې اونۍ په منځ کې سفر وکړي دوی به د ټاکلي مهالویش له مخې د نومبر په ۲۷ نيټه د سیریز د پيل لوبه د جنوبي افریقا پروړاندې ترسره کړي.

د لته انديښنه داده چې د جنوبي افریقا کرکټ بورډ اوسنی لنډ مهال رییس ذک یاکوب په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، لاهم ډاډ نه یو چې انګلستان کرکټ بورډ به خپله لوبډله جنوبي افریقا ته د سیالیو لپاره راولیږي، ځکه لاهم د افریقا په کرکټ بورډ کې ډېر زیات جنجالونه راوان دي،،

بل طرف ته بیا د انګلستان کرکټ بورډ تاید کړی چې دوی به د راتلونکې سي شنبې په روځ جنوبي افریقا هیواد ته رسمي سفر ترسره کړي، د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ شل اوریزې لوبې ترسره کیږي په دې سیریز کې درې شل اوریزې او درې پنځوس اوریزې لوبې شاملي دي، د راتلونکې سیریز لپاره دواړو لوبډلو خپل سکواډونه اعلان کړي دي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې