دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د استرالیا کرکټ بورډ اجراییه رییس : سمیت لاهم د لوبډلمشرۍ لپاره اوږده پړاونه په مخکې لري

د استرالیا کرکټ بورډ اجراییه رییس ټریور هونز په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې لاهم سټیپ سمیت اوږد مزل په مخکې لري ترڅو د بیا ځل لپاره د استرالیا لوبډلې د کوم فارمټ لوبډلمشر شي.

سمیت، وارنر،او بین کرافټ په ګډه په تیر کې د جنوبي افریقا پروړاندې د بال د ټيمپر کولو یا خرابولو هڅه کړی وه، چې له هغې نه وروسته بیا سمیت ، وارنر، او بین کرافټ له هر ډول کرکټ څخه منع کړی شوې و د درې واړو لوبغاړو د بند موده لا دمخه پای ته رسیدلی وه خو هغه ګنګوسي چې اوس تازه د سمیت په اړه خپاره شوې و هغه بیرته د استرالیا کرکټ بورډ اجراییه رییس هونز رد کړي دي او نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي، د شل اوریز او پنځوس اوریزو لوبو لوبډلمشر ایروین فینچ دی او د ټیسټ لوبې کيپتان بیا ټیم پین دی، د پین مرستیال لوبډلمشر بیا پټ کومینز ټاکل شوی نو دلته د سمیت بیا لوبډلمشرۍ ته راوستل به ډې وخت ته ضرورت ولري،،

د سمیت په اړه ځکه سپیناوی ورکول شو چې لاهم ډېری د کرکټ مینوال د سمیت د لوبډلمشر کیدو په اړه خوبونه ویني.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې