افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

داصغر افغان له کوژدې وروسته افغان لوبغاړي مجیب الرحمن واده وکړ.

پرون د افغان لوبغاړي مجیب الرحمن ځدران واده و، د هغه واده په ډېر جم جوش او خوشحالۍ ترسره شوه، د مجیب د واده مراسمو ته د هغه ټول ملګري او کریکټران راغلي و او دده په خوشحالۍ کې یې ګډون وکړ.

په ټولنیزو رسنیو کې د مجیب د واده تصویران ډیر ښکته او پورته کیږي او خلک مبارکي ورکوي، مجیب داسې مهال واده وکړ چې تازه له ای پي ایل سیالیو راستون شوی دی او خپل د واده مراسم یې ترسره کړل.
مجیب د افغانستان سلو توپ اچوونکی دی چې تر ډیره په افغان لوبډله کې تر ښه ځلید وروسته یې نورو نړیوالو لیګونو ته لار موندلې د ای پی ایل سیالیو ترڅنګ په بیګ باش او نور لیګونو کې هم اخستل شوی دی.

مجیب داسې مهال واده کوي چې له ده څو ورځې مخکې د افغان لوبډلې کپټان اصغر افغان دوهمه کوژده وکړه او په نږدې راتلونکي کې به واده هم وکړي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې